زړه تنګي


له دروازې  سره نژدې د اورګاډي په اوله څوکۍ ناسته وم. پر شیشې مې سر تکیه کړی و. د ای فون غوږۍ مې په غوږو وې، سندرې مې نه اورېدې خو غوښتل مې چې غوږونه مې بند وي. یو لاس مې د څوکیو تر منځ پر سره بېلېدونکې کټارې داسې ايښی و چې بل څنګلوری مې مخ و نه ګوري. نه مې غوښتل چې هغه  مې اوښکې وګوري. کله کله به مې پاس وکتل چې ګوندې اوښکې مې په سترګو کې ډنډ شي، را و نه بهېږي.
ټوله ورځ مې په کار کې زړه تنګ و. ماښام  د پوهنتون د درس په ټکي هم نه یم پوه شوې. زړه مې هسې خوشې تنګ و. کار مې درلود، پوهنتون ته تلم، په وطن کې مې د کور غړي سم وو خو بیا هم نه پوهېدم، یوازیتوب و که د کورنۍ د غړو یادېدل. که هر څه و خو ژړولمه یې او اوښکې مې نه درېدې. د څنګلوري سړي د کاغذي دستمالونو بسته راته و نیوله. سترګو ته مې یې  و نه کتل خو پوه شوم چې درشي یې اغوستې وه.
کاغذ مې ترې واخیست. مننه مې ورته وويله. را روان تمځای زما و. د پارلمان ودانۍ ته نژدې له اورګاډي ووتم. له تمځایه چې ووتم یوه غوږۍ مې لرې کړه. ما ویل ښه دی چې د روان ژوند  غږ واورم. د بېګ بېن ساعت لاندې پر پله روانه شوم.
له شا مې د یوه سړي غږ واورید چې ویل یې، وبخښه. بله غوږۍ مې هم لرې کړه. چې ورته ومې کتل، وار له واره یې وويل:
-         زه ستا له حالته تېر شوی یم. زما هم ملګرې وه. پنځه کاله سره یو ځای و. هغه ماډله وه. جاپانۍ وه. ښکلې دنګه ښځه. بس را نه ولاړه. اړېکې مو وشلېدې. ډېر کله ما هم غوښتي چې په لارې وژاړم خو بس ځان مې ټینګ کړی دی.
سړي ته ځیر شوم. لکه چې د اورګاډي هغه سړی و چې کاغذي دستمال یې راکړی و. د سړي شنې سترګې وې. څو دیرش کلن به و. له تورې دریشۍ سره یې سپین کمیس اغوستی و. ابي نیکټايي یې په غاړه وه. په لاس کې یې  تور بکس و، سم دېپلومات ښکارېد. له مخ و رنګ او ونې  داسې ایسیده ته وايې شپه و ورځ تمرین کوي، ډوډۍ لږ خوري او بدن ښه ساتي. و مې پوښت:
-         څه ګډې وډې وايې؟
-         ولې له ملګرې دې نه یې جلا شوې؟
-         نه، هسې څه نه شته
-         نو ولې دې ژړل؟
-         زړه مې تنګ دی
-         ولې؟
-         نه پوهېږم
د پله پر بله غاړه پر زینو کښته شوم. دی هم راسره داسې جوړه روان و لکه له کلونو چې مې پېژني. غږ مې ورته و نه کړ. د سیند پر غاړه روان شو. سړی غلی و. نه ما څه ويل نه ده غږ کاوه. هوا ډېره توده وه. په ګرمۍ کې د خبرو حوصله هسې هم نه وي خو زما بیا تش تورو خبرو ته زړه نه کېده. ښه ډېر مزل مو وکړ. له څو پلونو واوښتلو. د سیند پر غاړه څوکۍ وې. پر ډېرو خلک ناست وو. لږ وړاندې یوه خالي وه. سړي ويل:
-           دمه کوې؟
-         زه خو قدم وهلو ته راغلې وم.
-         تر نیم ساعت خو ډېره روانه وې. دمه هم ښه وي. زما نوم هري دی.
-         څنګه دې د انګریزانو نوم پر ځان ایښي؟
-         څه پوه شوې چې انګرېز نه یم؟
-         لهجه لرې
-         د یونان یم
-         ښه، له خیره، بل کار نه لرې؟
-         ډېر دي...
-         لکه؟
-         کې پي اېم جي (KPMG) کمپنۍ سره کار کوم.
-         په مالي برخه کې چې خلکو ته چلونه ورښيي؟
-         هو
-         نو بیا خو باید هېڅ وخت و نه لرې؟
-         نه یې لرم، شپه او ورځ مې نه ده معلومه...دا اوس مې هم له یوه ماړه او کنجوس سړي سره غونډه وه.
-         نو دلته له دفتره ځان پټوې؟
-         غږ مه لره، زموږ په شان خلکو ژوند له سپیانو هم بدتر وي.
-         ولې، ښې پیسې اخلې، د لندن په زړه کې کار کوې نور څه غواړې؟
هري زما خبر واورېده خو مخامخ یې په سیند کې ولاړې کشتۍ ته کتل.  کشتۍ کې دننه رسټورانټ او بارونه وي. هري ودرېد، ويل یې:
-         هې، زه تږی یم، څښاک ته اړتیا لرم، راځه کشتۍ کې بار ته لاړ شو؟
-         زه شراب نه څښم
-         جوس خو شته
-         نه یې غواړم مننه
سړی رهي شو. څو دقیقې یې لا نه وې وتې چې بېرته راغی. ځان ته یې بير اخیستی و.  د اوبو بوتل هم ورسره و. بېرته پر خپل ځای کښېناست. د اوبو بوتل یې ما ته ونیو. ترې وا مې خیست، ناڅاپي تږې شوم.
-         مننه
-         ښه نو ستا  هغه پوښتنه چې  نور څه غواړم...هو د لندن په زړه کې کار دی، پیسې سمې دي، د سیند پر غاړه، څو قدمه هاخوا کنري وارف کې مې کور دی خو کار مې  د انسان نه دی. ژوند بې خونده دی. تل مې لکه دا ستا زړه تنګ وي...
-         پیسې په اسانه نه ګټل کېږي.
لمر پر ورکېدو و. په سړک د موټرانو ګڼه ګوڼه لا  ډېره شوه. خلک هم ډېر شول. زړه مې هماغسې ډک او تنګ و. له ځایه پاسېدم، رهي شوم، هري هم د خپل ټیلیفون غوږۍ په غوږ کړې، په خپله مخه رهي شو، مخه ښه یې د لاس پورته کېدل و.

زه  تمځای ته روانه شوم. په پلټفارم کې مې اعلان اورېده چې ټرین به ناوخته کېږي ځکه یو سړي ځان ترې لاندې کړی...ما هم لکه د نورو سپرلیو غوږۍ په غوږو کړې سندره مې ولګوله... منتظره شوم چې اورګاډي  بیا فعاله شي.

د لندن شمال
د
۲۰۱۳ کال، جولای اتمه، د ماخوستن
۱۱ بجې او ۱۷ دقیقې