پټ

یکشنبه وه. همکاران په دفتر کې خال خال داسې ناست وو لکه جنازې ته چې راغلي وي. چوپه چوپتیا وه. زۀ چې ورغلم غلې پر خپل ځای کښېناستم، لکه گناه چې مې کړې وي. د خپرونې پلان مې وليد. په مرګ پېلېده. دوې ښځې په شمال کې وژل شوې وې. معلومه نه وه چې چا وژلې وې. پلان مې پرېښود انټرنېټ مې پرانیست. هلته هم د وژنو خبر کښته پورته کېده.
خوا مې بده شوه. په دې هيله مې کار پیل کړچې له خبرونو لېرې شم. ډوډۍ ته نه ولاړم. په ډېرو معلوماتو مړه وم. خوا ته مې څه نه کېدل. همکاران په سټوډیو کې وو. زه پر خپل مېز وم. د اېډېټر نمبر ته مو زنګ راغی. نه مې غوښتل ځواب يې کړم. په اول او دوېیم زنګ مې غوږونه کاڼه کړل په درېیم مې په زړه کې را تېر شول چې د ولایتونو کوم همکار به وي عاجل خبر به لري.  زړه نا زړه مې ځواب ورکړ. لکه بزرګه هماغه زما خبر شوه. په ختیځ کې مو همکار و. سلام يې په بیړه وکړ. ویل يې:

 - له نجلۍ سر پرې شوی، سټوډیو ته ووایه که څه پرې غواړي.
د خپرونې وروستۍ شېبې وې. دی مې سټوډیو ته وصل کړ.
بېرته خپل کار ته کښېناستم. يو څه مې لوستل ، دوه ځلي مې ولوستل خوهیڅ پرې پوه نه شوم. نجلۍ او سر مې يې سترګو ته درېده. لیکنه مې چاپ کړه. د تېروتنو لپاره مې کتله خو هیڅ په نظر نه را تلل.
کاغذ مې را سره واخیست. له دفتره ووتم. په دهلیز کې مې یو ارامه ځای پیدا کړ. کاغذ ته مې کتل خو فکر مې په بل ځای کې و.
لیکنه پاتې شوه. فکرونو په سر واخيستم.
- اخر ولې ووژل شوې؟
- څه يې کړي وو؟
- دومره لویه ګناه به يې کړې وي چې سر ترې پرې شي؟
په سوچونو کې وم چې د کوچۍ زنګ راغی. د افغانستان له سوېله. زنګ يې بند شو. هر کله چې به يې غوښتل زۀ زنگ ورته ووهم دې به يو زنگ وواهۀ خبره به يې کړم بيا به يې فون بند کړ. بېرته مې زنګ ور وواهه خو نه کېده.

د کوچۍ خبره را په یاد شوه.
- ارمیکایان قران والي (وهلي)  د کور تر څنګ تېرېده زنګ بند سو (شو).
کوچۍ زما استاده ده. کله چې کوچنۍ وم له هغې مې دینې سبق وایه. اولاد نه لري. ما ته لور وايي. زه د طالبانو په وخت کې د هغې شاګرده وم.
له طالبانو وروسته مې نه ده لیدلې. موږ ترې را کډه شو. دا دی ۱۱ کال يې کيږي. ۱۰ کاله مې يې بیخي د مړي ژوندي احوال نه درلود. تېر کال مې له لندنه په پوښتنو پوښتنو پېدا کړه.

لس کاله وروسته چې يې زما اواز وارېد. ډېره خوشاله وه. پر دې ډېرې سړې تودې تېرې شوې وې. بل مېړه ته يې ورکړې وه. اول مېړه او خسرګنۍ يې ټول مړه شوي وو. اوله خواښې او خسر يې هماغه وخت لا ور سره ښه نه وو. تل به يې رټله چې وارث يې نه دی ورکړی. نیسته به يې بلله.
له کونډتون وروسته لېوره  شړلې وه. وروڼو يې تر څه وخته ساتلې وه بيا يې  ورېندار بل سړی ور پیدا کړی و. دوېیم مېړه له اوله بد و. تل به يې وهله ټکوله. چې نا روغه به شوه ګولې يې  پرې پېرزو نه وې.
پر کوچۍ مې فکر کاوه چې بل زنګ يې را غی.
ژر بېرته دفتر ته ولاړم. ټول همکاران تللي وو. کوچۍ ته مې زنګ  وواهه. وراره يې ځواب راکړ.
د کوچۍ پوښتنه مې ترې وکړه، ځواب يې ټکنى و:
- خو ...خور
- بلې اورم، هر څه سم دي؟
- ابۍ ...ابۍ  خو ...برايي ماښام...په
- برايي ماښام څه شوي؟
- ماښام په ۲ نیمو بجو وفات سوه... سهار مو پټه کړه
- پټه؟
- هو ښخه مم کړه
- وئئئئئئئئئئئئئئئئ
ځان ته مې پام شو سترګې مې ډکې وې. تيلې فون مې بند کړ. دېوال ته مې تکیه وکړه. سر مې په زنګنو کې پټ کړ.
د کوچۍ خبرې مې په غوږو کې انگازې کولې:

- يوه ورځ به ټول مرو خو د چا له لاسه؟ هر څه به پټ سي والله که څوک د ښځې په مرگ خبر سي.
د کوچۍ د مرګ اوله شپه

افتخار

نه پوهيږم څو بجې وې، لا سهار شوى نه و چې د موبايل تيلي فون پرله پسې زنگونو
راوېښه کړم. سلامونه يې وويل، ما يې لا غږ نه و سهي کړى پېغور ډوله يې وويل:
- بس نو په لندن کې دې موږ اوس هېر کړي يوو، ودې نه پېژندم؟
وبخښئ د تيلي فون غږ سم نه راځي.
عزت الله يم، د حاجي صاحب زوى
څوک؟
اوس خپل کاکا ګان هم نه پيژنې؟
لا مې هم نه و پېژندلى خو له شرمه مې داسې وښودل چې پوره يې پېژنم: ښه ښه، کور کې کراري ده هر څه سم دي، موږ ټول دې په غږ افتخار کوو حاجي صاحب ويل زنگ درته ووه او حال دې واخلم.
را په ياد شو، زما مشر کاکا ته به يې حاجي صاحب ويل. وم پوښت:
کاکا دوى ښه دي
هو ټول ښه دي، په دې کارډ کې مې کرېډېت ختميږي حاجي صاحب غواړي حج ته ولاړ شي نو ويل يې تا ته زنگ ووهم چې يو څه پيسې ورته راوليږې.
تيلي فون بند شو.
کاکا گان مې سترگو ته ودرېدل.

***
تړکنده غرمه وه. کاکا خېل ټول په خپلو خونو کې پکوته ویده وو. زه تږې وم. له خوبه لکه جل وهلې را پاڅېدم. دهلېز ته را ووتلم. د مېلمنو له خونې وروغږونه را تلل.  له ځانه سره مې ويل نن خو یوازې موږ د کاکا مېلمانه یو نور څوک خو نشته. غږونه د چا دي.

تنده مې زوروه وه. فکر مې پرېښود. د انګورو له تاکونو سره نژدې کوهي ته ورغلم. څنګ ته يې اېښي ټول منګي تش و. ژر ژر مې یوه ډولچه اوبه له کوهي را و ایستې. کوچنی شین خټین منګی مې ډک کړ. پاتې ډولچه مې پر سر را واړوله. ځمکه لکه سور اور توده وه. لوڅې پښې يې را سوځولې. په پوندو بېرته چټکه دهلېز ته لاړم.

د مېلمنو له خونې هماغسې پس پس راته. ورغلم، نژدې مې غوږ ورته ونیوه. غږونه اشنا وو. مور او درې کاکا ګان مې وو.

مور مې په ژړغونې غږ ويل:

- همدا دوې بچیانې مې دي. زما ګناه خو نه ده چې کونډه یم. زه غواړم له دوى یو څه جوړ کړم. د پلار مینه خو يې نه ده لېدلې. زه خو یو څه وکړم. وایم دا مکتب به پرې ووایم. په همدې یو شي به مې یادوي او دعا به را ته کوي.

زموږ د کوم یوه لور دوکتورا اخیستې چې پاتې بیا ستا شوې.
- خورې اوس وخت د مکتب نه دی. حالات ښه نه دي. دا ستا د لوڼو د عزت خبره ده. کورونه به يې اباد شي. مور مى نه قانع کيده:

- لالا ماشومانې دي. لا ١٥ نه دي. وايي په دې عمر يې ذهن ښه وي. څه ژر زده کوي.
- پرېږده مکتب مکتب.  څه د پروفېسر غبرګونې خو نه دي. ور يې که چې پرده يې خوندي شي!
د مور غږ مې داسې و لکه زارۍ چې ورته کوي:
- ډېرې کوچنې دي. تر دا شپږمه خو به يې پرې ووایم.

 کاکا گانو يو ځايي په لوړ غږ خبرې شروع کړې:
 - که غواړې جنازه دې خپلوان قبر ته کښته کړو نو زموږ عزت ته وګوره. ورکړه لوڼې دې په خپل بخت وسپاره. کونډه ښځه يې. د لوڼو عزت دې خوندي کړه.

په خونه کې خاموشي شوه. داسې غږ مې واورېد لکه څوک چې راپاڅيږي. ما منډه کړه. په هغه شپه مې مور کالي پټ پټ ټول کړل او راته ويل يې چى سهار به ښار ته په کډه ځو...


اګست/۲۵ ۲۰۱۲ کال
                                                                                                         

تنده


له "یانا" سره په یوه کورس کې ملګرې شوم. دا اقصاد وايي. اوس يې ماستري پیل کړې. په ونه دنگه له رنگه سپينه خو په مخ کې يې لکه چې وينه نه وي.

یانا په خپله د چک ده. له رنگه  د دې او د انگريزانو فرق نه کيږي. خو چې خبرې پيل کړي لهجه يې له ورايه معلومېږي چې انگريزه نه ده. د درېیمې نړۍ

له هېوادونو سره ډېره مینه لري. د افغاستان حالت هم تل څاري. د هر هغه څه په حصه کې پوښتنې کوي چى زموږ له ژوند سره تړلي دي. پر اسلام ډېر معلومات لري، مطالعه يې په کې کړې ده او نورې پوښتنې هم په کې کوي. زموږ شين چاى يې خوښ دى. وايي زما شراب د افغانانو شين چاى دي پرى نشه کېږم. 

 د خپل لسانس تيسېس يې د درېيمې نړۍ پر اقتصاد ليکه. غوښتل يې افغانستان ته لاړه شي استادانو يې منع کړه. پاکستان يې هم غوښت خو د هغه ځاى مشوره يې هم ورنه کړه. لاتينې امريکا ته ولاړه. خپل کتابونه او ځينې نور شيان يې زما کور ته را وړل چې امانت يې ورته وساتم. لاتینې امریکا ته له تګه وړاندې يې را ته ويلي و چې د قران کریم چکي ترجمه ورته پیدا کړم. هماغسې مې وکړل.

له روژې وړاندې بېرته لندن ته راغله. په را رسېدو يې را ته لیکي و چې په اختر کې به زما کور ته راځي.
ما په اختر کې کار کاوه دا يې په څلورمه ورځ راغله.
د مازیګر څلور بجې مو وخت ټاکلى و. یانا ټیک پر وخت د دروازې زنګ وواهه.
کورته په را ننوتو يې په لوړ غږ وويل:

-  د اختر دې مبارک شه
-  ډېره مننه،
-  دا دی دا بلجیمي چاکلېټ مې هم تاته را وړي.
-  ژوندۍ اوسې، کاشکې مې افغاني کلچې اخیستې وای
- غم مه کوه، زما په چاکلېټو به ګزاره وکړو
-  ښه څه خبري دي کیسې کوه
-  خبرې ډېرې دي، کومه در واورم
-   هره یوه چې دې زړه وي

یانا وپوښتلم:

- هغه زما قران کریم دې را ته موندلى؟
- هو چې تلې در به يې کړم
-  ښه نو څه مې ويل، هو رښتیا هغه مسلمان ملګری  -  مې نه وو؟
-  کوم یو، نه مې دې په زړه
- ولې اعجاز چې نوميږي
په دې نامه مې د چا څېره مخ ته ونه درېده. سوچ مې کاوه. یانا وويل:
-  اعجاز سهیل ښیم
-  ښه پوه شوم، تا را ته ويلي و اسیايی دی
-  هو
-  له هغه سره نن ګورم، ما ته يې لیکلي و چې د شپې ډوډۍ به چېرې وخورو
 - ښه،

ما د چایو چاينکه ډکه کړه. دا پر خپل ټيلي فون لګیا وه. چای مې جوړې کړې. د دې را وړي چاکلېټ مې هم را واخیستل. دې راته وويل:

 -گوره په شنو چايو مى نشه کړه.

ما د دې تر غوښتنې وړاندې لا شين چاى دم کړى و. چاى چې مې ور وړ دې وويل:

 - هې دا وګوره، سهیل را ته په هغه بله ورځ لیکلي و چې ګورو به خو ما ويل ځای دې دی خوښ کړي.

نو اوس يې را ته لیکلي چې په ګرین پارک Green Parkکې مې وګوره. ورته و مې ويل چې دا امر دی که پوښتنه

-  څه يې وويل
- وايي غوښتنه ده غواړې که نه
-  نو ته څه وايې
- نه د هغې سیمې لپاره مې کالي مناسب نه دي
- خو ورته ويې لیکه.
- و مې ليکل، هغه لیکلي چې ما فکر کاوه یو څو جامونه به په سر واړو. راشه زما د کور خوا ته. بیا به زما کور ته هم سره ولاړ شو. ستا لپاره مې

د سرو شرابو یو بوتل هم اخیستی.
-  مم
-  د دې په مقصد پوه شوې؟
-  نه خو درته ويلي دي چې په کور به يې ورسره وګورې نو
-  نه،  دی ټوله روژه ورک وو، زما د ټيلي فون ځواب يې لا نه وايه. اوس چې روژه خلاصه شوه دی غواړي په سرو شرابو مې نشه کړي او راسره ويده شي.
-  نه دا بد به نه کوي
د يانا په سترگو کې اوښکې ډنډ شوې زما پر اوږده يې سر کېښود، په سلگيو سلگيو يې راته وويل:

-  زه ورسره مينه لرم، زه يې ټول دودونه قبلوم خو دی مې اوومه غوښه گڼي او بس.

يانا مې له اوږې سر پورته کړ ځاى په ځاى ودرېده:

-  زه نوره ځم
-  صبر چاى وڅښه، شين چاى دى
- نوره تږې نه يم.
-  ښه صبر هغه قران کريم خو دې درسره واخله
-  اوس يې نه وړم...

نېکمرغه


 هره اوونۍ د يوه  ویدیويي رپوټ د ثبتولو لپاره په دفتر کې سینګار ځای ته ورځم. هلته څلور مېرمنې دي. دا نو بخت دى چې په چا ورپېښيږئ.  څلور  سره د انگلستان دي .تکې سپینې، ژيړ ویښتان،  شنې سترګې، په بدن نرۍ په ونه دنگې ښځې دي. په عمر به له ۴۰ پورته وي خو چې سينگار شوي مخونو ته يې گورئ داسې درښکاري چې زه يې مور يم.

په دې تېرو څو میاشتو کې مې ټولې تر يوه ځايه ښې  پېژندلي. لکه ژرنده چالانې وي، خبرې کوي،  پوښتنې کوي د نورو څانگو همکاران رايادوي د خپل ژوند يوه نيمه خبره هم نه پټوي. د نورو انگريزانو خوى ډېر نه کوي.

اولې دوې اوونۍ جولیا سینګار راته وکړ. وروسته بیا یوه کېټ، بله کېټ او سیلېن پر له پسې وې.

جوليا چې په لومړي ځل وکتلم په لوړ غږ يې هاى راته وکړ. د دېوال هندارې ته يې مخامخ کښېنولم. خپل ای پډ (iPad ) يې واخیست. پر شیشې يې ګوتې ووهلې. ورو مې د سندرې غږ واورېد. دې ژر بخښنه وغوښتنه.
-         د څه لپاره؟
-         له تا مې ونه پوښتل چې کوم سندغاړی یا سندرغاړې دې خوښه ده.
-         فرق نه کوي ستا چې څه خوښ وي.

-         دې د رومر په نامه د یوې پاکستاني ا لاصلې برتانوۍ سندغاړې سندره ولګوله. راته ويې ويل:

-         دا زما ډېره خوښه ده. غږ يې یو ډول قوت لري
-         هو ښکلې يې وايي
-         ښه نو تا ونه ویل چې پروګرام دې څه ډول دی؟
-         خبرونه نه دي،  تفریحي رپوټ دی
جوليا يوه شېبه غلې شوه په خپلو بورسونو او رنگونو کې ډوبه وه. له سندرې سره يې سر ښوراوه او شونډې يې د سندرې په شعر خوځېدې. چې د خپلو بورسونو له انتخابه راضي شوه نو ويې ويل:
-         ښه، نو بیا خو ډېره ګرانه نه ده
-         پروگرام يادوى؟ همداسې ده
-         نو په کومه ژبه کې دی؟
-         پښتو
-         جوليا غلې شوه، زما پر مخ يې داسې سترگې ښخې کړې وې لکه جراح چې په جراحي اخته وي او ډاريږي چې يوه تېروتنه به د ناروغ د ژوند او مرگ برخليک ټاکي. له خپل بورس کاري چې راضي شوه نو  وې پوښتلم:
-         دا د کوم ځاى ژبه ده؟
-         افغانستان خو په پاکستان کې يې هم ځينې خلک وايي
-         افغانستان؟
-         هو
-         په افغانستان کې خو دوه ډوله خلک دي هغه چې په ښځو ظلم کوي د طالبانو خپلوان او هغه نور، ته په کومه ډله کې يې
-         خبره يې راباندې  ښه ونه لگېده. د ځواب پر ځاى مې پوښتنه ترې وکړه:
-         ته څه پوهېږئ چې هلته دوه ډوله خلک اوسېږي؟
-         کتابونه، ميډيا او خلک يې وايي.
-         خلک هر ځاى څو ډوله وي، ټول په تور او سپين څوک نه شي  وېشلى.
جوليا نور څه راته ونه ويل خو پوه شوم چې زما خبرو يې ذهن وربدل نه کړ. دې خپلو نورو همکارانو ته هم زما په اړه خبرې کړې وې. په نورو اوونيو کې چې له هغو نورو سره مخامخ شوم ټولې خبرې وې چې د افغانستان يم. گومان کوم کېټ په دوى کې کشره ده. تر نورو يو څه ساده هم ده. ويې پوښتلم:
-         تا کله هغه بورۍ ته ورته اسماني رنګی شی پر سر کړی؟ هغه د غلبیل په شان سوري چې لري؟ یوازې يې ستاسې ښځې اغوندي؟
-         چادري ورته وايو.
-         هو هغه د طالبانو خپلوان چې يې اغوندي.
-         نور خلک يې هم اغوندي، په پاکستان کې يې هم ښځې په سروي.
-         ساه دې نه په کې بندېده؟
-         په اولو ورځو کې هو خو وروسته ورسره عادت شوې وم.
-         ته نېکمرغه يې
-         ولې؟
-         جوليا راته ويل په افغانستان کې ستا خلک تعليم ته ښځې نه پرېږدي خو تا وگوره دا دى تعليم دې کړى او په تلوېزيون کې  بې له هغه بورۍ را ښکارې.

-         سينگار مې خلاص شوى و کېټ راته ښه په ځير ځير کتل:
-         ښکلې ښکارې، درته وايم نېکمرغه يې
-         دا ستا سينگار دى زه نه يم
-         مننه مننه خو ته بختوره هم ښکلې يې.
ويديويي رپوټ چى مې ثبتاوه  د يوې ښځې ويديو وه چې پښې يې لوڅې وې، پرودیوسر راته وويل:
-         دا ويديو مه اخله ستاسو خلکو ته به يو څه لوڅې ښکاري.
غږ مې ونه کړ د کېټ خبره مې په غوږو کې انگازه کوله چې زه نېکمرغه يم. خو زړه مې ويل د کېټ سينگار بدله کړې يم په اصل کې مى خپل خلک تر " بورۍ" لاندې پټه غواړي او د پټو بخت لا چا ښه بللى....