نقشه

د پوهنتون دا سمستر مې د بېلا بېلو ځاينو په باب تجارتي مجلو ته رپوټ ليکل دي. په اوله کې خوشاله وم چې بېلا بېل ځايونه به وګورم، هم خورما او هم ثواب، خو خبره نه وم چې له انگريزانو به څوک په اسانه خير ونه ويني.  استاد مو په څو ډلو ووېشلو، راته ويې ويل  چې بايد په انګلستان کې دننه د يو ځای په اړه ليکنه وکړو.
زه په يوه درې کسيزه ډله کې شوم. يوه زه يم، يوه هم  سلواکۍ نجلۍ  اګنېس او بل هم انګلیس هلک بېيل دی.
د ډلې له معلومېدو وروسته مو په ټولګي کې يو بل ته د ايميل پتې او د تيلي فون شمېرې ورکړې. د راټولېدو ځای مو  وټاکه. ټولو دو شنبه ښه ورځ وبلله. دا دوشنبه په انگلستان کې د دوبي د يوې ورځې رخصتۍ په پلمه پوهنتون تړلى و. د سهار په ۱۱ بجو د لندن په زړه کې د پوهنتون مخې ته راټول شوو. ما له دوى وپوښتل :
 - نو په کومه به ځو؟
بېيل له خپل بکسه کاغذي پېچلې نقشه را وايسته. له پرانيستلو سره سم يې لارو ته وکتل، ويې ويل:
-        بس لاره معلومه ده ځو به.
ما يې مخالفت وکړ:
- نه راځئ يو چای وڅښو، موږ په پښتو کې  متل لرو چې وايي بې چايه جنګ نه کيږي.
اګنېس را مخته شوه:
- تاسې ډېر جنګونه کوئ
- موږ يې نه کوو زموږ په خاوره کې کيږي.
بېيل نقشه بېرته سره ټوله کړه. په بکس کې يې کېښوده راته ويې خندل
-  موږ هم څو ځله درغلي يوو.
 - هو نه يوازې راغلي یاست بلکې وطن مو هم را وېشلى دی.
اګنېس خبره واړوله:
-        ستاسې وطن کله جوړ شوی دى؟
-        له هغې ورځې چې دا ځمکه او اسمان و.
-        نه مطلب مې دا دى چې نظام، حکومت او ....
-        په ۱۷۴۷ کال کې ولې؟
-        هسې، درځه چای به واخلو.
د پوهنتون نه لږ لېرې چای خانه وه. ور ننوتو، هغو دوو کافي او ما چای واخيسته. بېيل په نقشه کې ځايونه په نخښه کول. اګنېس په ټيلي فون اخته وه. ما  له کامرې اضافي عکسونه پاکول. چاى او کافي لا ختمه شوې نه وه چې د اګنېس خبرې په تيليفون تمامې شوې. ځاى پر ځاى ودرېده:
 - چای به  را سره واخلو او رهي به شو بيا ګرمي کيږي.
پر لارې هر يوه له پلان سره سم خپل کار کاوه، ما عکسونه اخيستل، بېيل او اګنېس نوټونه ليکل. په يوه کوڅه کې  لوړه ودانۍ وه. تر نورو يې توپير درلود. داسې ښکارېده چې د ډېر پخوا وخت وي. څنګ ته يې  تنګه کوڅه تېرېده. عکس مې يې واخيست.  د کوڅې په سر کې  لوحه وه. د ځای لنډه پيژندګلوي پرې ليکل شوې وه. ما يې کرښې ونه لوستې د کوڅې اخر ته ورغلم. د يوه لوی پارک په شان ځای و.  گڼې ونې پکې ولاړې وې او تر لاندې يې شنه چمنونه وو . غږ غوږ مې نه اورېده، بالکل  چوپه چوپتيا وه.  شاوخوا په کې لوی او واړه ډبرين قبرونه وه. ځينې يې ډېر لوړ او غټ وه. داسې ښکارېدل لکه دوه درې منزله چې وي.
ماته مخامخ پر يوه غټ قبر ليکل شوي څو توري مې ولوستل. په قبر کې پروت سړی اولېور کارنېول نومېده،  دی په ١٧ مه  پېړۍ کې واکمن و. ما ټولې کرښې نه وې لوستلې چې بېيل  را ورسېده. د قبر شناختې ته ودرېد.
- واوووو دا څومره زوړ دی!
- هو زوړ خو دی خو دا ووايه چې دا ځيني قبرونه ولې دومره غټ دي؟
بېيل ژر ژر سترګې اړولې. د قبرونو پر سر معلومات يې لوستل. ما پوښتنه بيا تکرار کړه. بېيل په بيړه وويل:
- څومره چې قبر لوی او غټ وي مانا دا ده چې په منځ کې پروت کس د هغومره  شان او شوکت خاوند و.
- ښه نو اولېور کارنېول څوک و؟
بېيل پر قبر لاس کېښود، لکه له نه زړه چې لگيا وي:
- اولېور  کارنېول زموږ اخري د ېکتاتور و.
-   ښښښښښښه ستاسې اخري دېکتاتور په ۱۶۵۸ کال کې مړ شوی؟
همداسې ده.
اګنېس په داسې لهجه چې طنز په کې له ورايه ښکارېده وپوښت:
-        باوري يې چې همدى مو وروستى و؟
-        هې هې تاسو نجونې اوس کار کوئ که زموږ پر واکمنو خاندئ؟
ما اګنېس ته اشاره وکړه خو بېیل ته مې وويل:
-        ټوله عمر مو د نورو په واکمنانو خندلي لږ خو اوس خپل دارو هم وڅکئ؟
بېيل نقشه پرانيستله. مخ يې په کې پټ شو. پوه نه شومه چې زما په خبر خوښ دى که خپه. اګنېس ته مې وکتل. هغې بېیل ته کتل لکه  په چورت کې چې تللې وي. زه يې وپوښتلم:
-        ستاسو اخري دېکتاتور کله تېر شوى دى؟
په ځواب کې بېيل مخته شو:
-        پوښتنه دې له سره وکړه، ورته ووايه چې بل دېکتاتور مو کله راځي؟
له غصې سره شنه شوم ما ويل داسې ځواب ورکړم چې د اولېور غوندې تر ځمکې لاندې شي خو اګنېس وويل:
-        هې مسټره، خپله نقشه دې گوره له تا مې نه و پوښتلي.
د اګنېس خبرې خوند راکړ پسې زياته مې کړه:
- اګنېس خير دى، نقشه ورسره ده کوم بل ځاى به وېشي او دېکتاتور به ورته پيدا کوي.
بېيل وخندل چټک گامونه يې واخيستل، موږ لا په هديره کې وو چې دى ترې وتلى و.  

واده

سوفيا مې په کالج کې ملگرې شوې وه. اوس يې واده دى او زه يې ورته خبره کړې يم. انگرېزان لږ ودونه کوي اړتيا يې نه ويني. هلک او نجلۍ دواړه سره يو ځاى اوسيږي او حتى ماشومان زېږوي. سوفيا ته مې وويل په تا نو څه راغلې ده چې د نورو انگرېزانو خلاف کار کوې. دې په خندا راته وويل:
-شهزاده ويليم او کېټ واده کوي زه يې ونه کړم.
څه مې ورته ونه ويل. دې به پخوا ويل واده هسې د پيسو مصرفول دي نور نو په کې څه دي؟
سوفيې له ما غوښتل چې ورسره بازار ته ولاړه شم. ما کار کاوه او د کار څښتن ته مې نه شواى ویلى چې د ملگرې د واده لپاره رخصت راکړي. دې لار را وښووله:
- سهار کار والاوو ته زنگ ووهه ورته ووايه بايد عاجل ډاکتر وگورې نو لږ به ناوخته ورشې.
سوفيې پر ما اول ناز کړى و ورسره ومې منل او د دې لپاره مې درواغ وويل.
بازار ته چې سره رهي شو سوفيې د واده له لگښتونو سر ټکاوه. ويل يې ټول ټال زر پونډه لري چې سمې نيمې د دې دي او نورې يې د خاوند دي. په کليسا کې نکاح تړي او د هوټل پر ځاى په يوه پب کې ملگرو ته محفل جوړوي. پب د دوى د شراب څښلو او له يوه بل سره د ليدو کتو ځاى دى.
نامزاد يې د پب په سينگارولو او د څښاک برابرولو پسې تللی وه. دې چې د پب خبره راته کوله نو لکه ناڅاپه چې يې کومه خبره ورياده شوې وي يو دم راته وويل:
- هې ما ورته ويلي چې تش جوس هم څو بوتله راوړي.
- اوووو ډېره مننه داسې دې وويل لکه رشوت چې را کوې.
- هاها نه نه ته مې په ياد وې.
- ته څه شى اخلې؟
- اول به د زرګر دکان ته لاړ شو.
ولې تاسې خو چلې په انترنېت کې اخيستې وې؟
هو خو هغه شرکت بايد کور ته رالېږلې واى.
- در وبه يې لېږي بيړه دې د څه ده؟
ورځ يې پرون وه.
ممم زنګ دې ورته وهلای؟
هو ويل يې څه ګړ بړ دی له دکانه يې يوسه؟
موضوع مې بدله کړه ومې پوښتله:
څومره مېلمانه را غواړې؟
زما د مور، پلار او ورور په ګډون ۲۵ کسه يوو!
۲۵ 
هو ستا څه خيال دی ټول لندن را خبر کړم؟
۲۵ کم نه دي؟
کم؟
اوس هم ډېر دي. زما که خوښه وای يوازې ۲۰ مې را غوښتل. هغه راتلونکی پاچا ويليم او کېټ دي چې ۶۰۰ خلکو ته به ډوډۍ ورکوي.
زه غلې شوم. نه مې غوښتل بې منطقه ورته ښکاره شم.
د لندن په زړه کې تر ټولو گران بيه سيمه چلسي وه، سوفيې هلته بوتلم. بيا يې يوه دوکان ته ودرولم راته و يې ويل:
دا هغه دوکان دى چې هغه تېره ورځ ورته کېټ راغلې وه
ممم پوه شوم. اوس ژر کوه چې بايد زه کار ته ورشم.
له جيبه يې کاغذ را ويست، د ځينو شيانو نومونه پرې ليکل شوي و، راته ويې ويل دغه شيان ورته را واخلم خپله ولاړه چې د واده سپين کميس واغوندي. ما د دې له غوښتنې سره سم پر کاغذ ليکلي ټول شيان راټول کړل. دې ته مې راوړل دې کميس اغوستى و راته ولاړه وه چې نظر ورکړم.
اووو دا کميس بيخي را کې جوړ دی. کنه؟
جوړ هم دى او ډېر ښکلى هم دى
سوفيې دوکان ته په بانکي کارډ پيسې ورکړې. خپله زرگر ته لاړه او زه ترې کار ځاى ته رهي شوم.
په منډه د اورگاډي تم ځاى ته ننوتم. پر لارې مې د سوفيې په زرو پونډو او ۲۵ مېلمنو چورت واهه. سوفيا ښه کار لري، خاوند يې هم بې کاره نه دى، ژوند يې ښه دى خو پر واده څومره لږې پيسې لگوي.
د کار ځای ته نژدې وم. په کار کې نوې يم. دا د بانک په شان د پیسو لېږلو يوه کمپنۍ ده. دوه مياشتې مې کيږي چې کار په کې کوم. خبره مې له ځانه سره جوړوله چې څه ووايم. که مې ریيس وويل ولې داسې نا ببره ناروغه شوم او د اپواينتمنټ مې ولې مخکې څه نه و ويلي. هيڅ ځواب مې نه درلود.
خو راسره ومې ويل ځه شل په لالي باندې دا يوه د بنګړو. هر څه که هلته په خوله راغله وبه يې وايم.
زړه مې درزا کوله دروازه مې خلاصه کړه. ژر ژر خپل مېز ته کښېناستم. ډېر کسان په لاين کې ولاړ وه. ټولو پيسې لېږلې. په ليکه کې چې د چا نوبت وه زما مېز ته راغی. د شيشي له بلې غاړې مې د سړي سلام واورېده.
ويل که په فارسي ورسره خبرې وکړم ښه به وي. ما هم سر ورته وخوځاوه، په ايراني لهجه يې خبرې کولې. 
سړی غصه ښکارېده. ويل ۱۰ ميليونه تومان تهران ته استوي.
۵۵۱۰ پونډه کيږي.
څه يې ونه ويل، پوه شوم چې ويې منله، ورته ومې کتل، شونډې يې ځړېدلې، له قهره اېشيده، ومې پوښت:
- چا ته يې ليږې لطفآ؟
غږ يې يو څه لوړ شو:
خواښې ته مې.
نوم به حتمآ لري
سړي ټول معلومات له پيسو سره راکړل، دی افغان و.
ما يې پيسې د پيسو شمېرلو په ماشين کېښودې، پوره وې رسېد مې ورکړ.
سړي په غصه مننه وکړه، روان شو. ور پسې مې په يو څه لوړ غږ وويل چې وايې وري.
- خواښې مو ډېره نېکمرغه ده.
سړي شاته وکتل ويې ويل:
ای پېشکش اه (است).
پرې پوه نه شوم. د څنګ همکارې مې سلام راکړ. دا افغانه ده خو په ايران کې زېږېدلې. و مې پوښتله چې پېشکش يې څه وي؟
راته ويې ويل: ولور دى.
هلته هم افغانان ولور اخلي؟
خود يې اخلي. ټيټه بيه يې ۲۰ ميليونه تومانه ده، له دې سر بېره به په هوټل کې درې محفلونه هم وي.
مانا ۱۱۲۰۰ پونډه؟
هو
نجلۍ بايد څه کمال ولري؟
هيڅ دا معمول نرخ دی.
که مې خپله انگرېزه ملگرې وليده ورته وايم چې هسې له جيبه پيسې ورکوي. همکارې مې وويل:
څوک يادوې، د شهزاده ويليم کېت يادوې؟

د ښځو ورځ

د تيلي فون د ليکلي پېغام يا ايس ايم ايس (SMS) په غږ را وېښه شوم. نهه نيمې بجې وې. د شپې تر ډېرو وېښه وم. نن کار ته نه تلم، ما ويل تر ډېرو به ويده يم. تيلي فون پېغام مې ولوست. يوه سړي راته ليکلى و.

 افغان و. ويل يې، د ښځو د ورځې مبارکي درته وايم. له دې سړي سره ما يو وخت په يوه غونډه کې لیدلي و. غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو په باب يوې انگرېزې ټولنې جوړه کړې وه. د غونډې د وقفې پر وخت دې سړي راته ويلي و چې بشري حقونه بې ځايه شعارونه دي. ما ورسره بحث کړی و. ده د ښځو د حقونو . خبره هم بې ځايه گڼلې وه. نه پوهېږم زما د تيلي فون شمېره يې څرنگه پيدا کړې وه  ځواب مې ورنه کړ  .

هڅه مې وکړه بېرته ويده شم خو خوب را نه غى. تر ډېرو په ځاى کې پرته وم. د مارچ اتمه نېټه وه. د ښځو نړيواله ورځ، په زړه کې مې وويل کاش يې خوب ته پراېښې واى
  .

کرۍ ورځ را باندې په سر دردۍ او زړه تنگى تېره شوه. د مازيګردرې بجې وې، د خبرونو وېبپاڼې مې کتلې، د افغانو ښځو په اړه يوه ليکنه وه چې څنګه امريکا  د افغانو ښځو د ژوند په ښه کولو کې پاته راغلې. تر طالبانو
۱۰ کاله وروسته هم له افغانو مېرمنو سره له تاوتريخوالي ډک چلند کيږي.

ليکنې خوند را نه کړ.  له ځانه سره مې ويل دا خلک لکه چې اوس خبر شول
.
چاينکه مې کېښوده چې چای دم کړم. د باندې هوا سړه وه. ژمی په تېرېدو دی خو هغه سوړ باد يې لا نه دی ورک.

زما د خونې له کړکۍ لوی شين پارک ښکاري. خلک په کې جوړه جوړه ګرځي. څوک پر څوکيو ناست دي. څوک قدم وهي او څوک له خپلو سپيانو سره لوبې کوي
.
ما چای تيارې کړې. بېرته کمپیوټر ته کښېناستم. فېسبوک ته ورغلم. هلته هم داسې د کار څه را  تر سترګو نه شو.

ځينو خلکو ويډیوګانې شريکې کړې وې. و مې نه ليدې چې د څه وې. خو پر يوې  ويډيو ليکل شوي وه
"جنايات وحشيانه طالبان عليه زنان افغان"
خلکو ډېرې تبصرې پرې کړې وې، چا کښنځلي وو. چا خواشيني ښوده چا بيا عاقلانه بحثونه کول.
-          هې...    
-          هې را وېښه شوې؟
-          د کور شريکه مې وه.  له خپلې کوټې را ووته.
دا انا نوميږي.د لتوينيا ده.
 دلته په لندن کې کار کوي. د شپې له خوا کار کوي ټوله ورځ ویده وي.
-          خوب دی وکړ.
-          ښه وم . تر ډېره نه راته
-          و بخښه که ما د چاينکې په غږ را پاڅولې يې؟
-          نه، نه هيڅ پوه شوې نه يم ما ويل که ته په کار کې يې.
-          نه نن رخصت يم.
انا لګيا شوه لکه چې څه يې پخول.
پرون  له رخصتيو بېرته راغله. دوه اوونۍ نه وه. خپل وطن لتوينيا ته تللې وه. يوه اوونۍ  يې هلته تېره کړه او بله يې په روسيه کې.  ملګری (Boyfriend) يې هلته دی.
-          هيڅ مې کار ته ډه ډه نه لگيږي؟
-          ولې خير خو دی؟
-          ولې خير دی خو ملګری مې ياديږي. دا يوه اوونۍ چې له هغه سره وم داسې يې زما خيال ساته لکه ماشومه نو ځکه اوس کار نه شم کولى.
-          ښه نو مزې دې وکړې؟ 
-          هو هره شپه ډوډۍ په هوټل کې وه. د سهار تر څلورو يا درو پورې به په کلب کې وو. د ورځې په درو به مو ډوډۍ خوړه بيا به يې مغازې ته بوتلم. کالي يا نوره سودا به يې راته واخيستل.
-          مم ډېر سخي ښکاري؟
-          یايد چې وي...
انا وخندل بيا يې په ناز پسې زياته کړه:
زه خو وړیا نه ورسره ګرځم، لوی تجار دی پيسې يې ډېرې دي.
-          ښه، د ويښتانو رنګ دې هم بدل ښکاري؟
-          هو زما نه دي خوښ خو ملګري مې دا رنګ راته خوښ کړ څنګه ښکارم؟
-          ښکلی رنګ دی، ښه در سره ښکاري.
-          زما خپل وېښتان ژيړ دي. د ملګري مې نه دي خوښ. تور يا اسيايي وېښتان او وريځې د هغه ښه خوښې دي. دا ستا وېښتان، که ستا په شان وېښتان پيدا کړم که په هر قيمت وي راته وا به يې خلي.
-          ښه! جالبه ده.
-          ته پوهېږئ؟
-          په څه؟
-          زه حتی خپل باڼه او وريځي رنګوم. کاشکې چې ستا په شان بې غمه وای. څومره به اسانه وای.
-          ځه غم مه کوه ښه در سره ايسي.
زما ټيلي فون ته زنګ راغی. يوه بله ملګرې مې ده مارتينا نوميږي.
د دې هم ژيړ وېښتان او شنې سترګې دي. دا بيا د سلواکيا ده.
-          هې مارتيانا.
-          مارتينا په ټيلي فون کې په ژړا شوه.
-          ولې څه شوي؟ ته سمه يې؟
-          نه سمه نه ‍يم غواړم وه دې ګورم. ته چېرې يې؟
-          سمه ده زه په کور يم، راشه.
-          په نيم ساعت کې در رسېږم.
نه پوهېدم مارتينا ولې ژړل. دوى په اسانه نه ژاړي، لکه له ژړا سره چې بلد نه وي . ما به تل راسره ويل چې ژړا ته بس موږ پيدا يوو
-          انا مې وپوښتله چې کله کار ته ځي؟
ويل يې د وخته ځي چې يو څه اضافي کارونه يې دي بايد خلاص يې کړي.
انا لا هم د خپل ملګري صفتونه راته کول چې د مارتينا مسېج (پېغام) راغی.
له انا نه مې بخښنه وغوښته چې زه بايد له يو چا سره وګورم.

هغه هم پوه شوه، ويل يې زه هم دا دی ځم. د انا له وتلو سره مې مارتينا ته زنګ ووهه ويل يې د کور په وره کې ده
.
پاس اپارتمان  ته را وخته. د چايو ست مې ورته وکړ، ويې ويل:
د شيدو چاى غواړم، لطفآ بوره هم په کې واچوه
مارتينا  تشناب ته ننوته، چای تيارې وې چې را ووته ښه مې ورته وکتل، ګورم چې يوه سترګه يې شنه وه.
-          ولې په سترګه دې څه شوي؟
نجلۍ بيا په ژړا شوه. ما کاغذ ورکړ چې اوښکې پرې پاکې کړي. ويل  يې "هغه" ووهلم.
 پوه شوم چې خپل ملګرى يادوي. ما ته داسې غصه راغله چې څه ووايم.
د علت پوښتنه مې ترې ونه کړه.
-          پوليس ته دې زنګ وهلی؟
-          نه، نه غواړم پوليس خبر کړم.
زه غلې شوم. دې د چايو پياله ور پورته کړه، راته ويې ويل:
-   د ښځو ورځ دې مبارک شه!