ډيورند

نن مې اخره ورځ ده. فلم په خلاصېدو دی. ماسپښين يې بايد سر تر پايه وګورو. نور نو تیار دی. د افغانستان په اړه يې څو لنډ فلمونه جوړول. ما يې ژباړه کوله او ځيني مواد لکه افغاني سندرې او له افغانانو سره مرکې مې ورته پيدا کولې. ساعت مې  په کې تېر و. نوې تجربه وه.


پر دې اخري فلم زما په ګډون پنځه کسه کار کوي. درې ښځې او دوه نارينه دي. ټول يو ټيم يوو خو خلک په کې له بېلا بېلو ځايونو دي. له سعودي را نيولې  تر ايټاليا، فرانسې، عراق او افغانستانه.


يوازې فلم اېډېتر مو انګليس دی (کرېس). په عمر تر ۳۵ لوړ په ونه ميانه او  تک سپين دی. زده کړې يې تر ډکتورا په انګليسي ادبياتو کې کړي. خو وايي ادبيات يې نور نه و خوښ نو ځکه يې فلم او ميډيا ولوسته.


دی پر افغانستان د تصوير په ژبه يو څو دقيقيي فلم جوړوي خو د افغانستان په اړه يې معلومات ډېر لږ دي.

د ډوډۍ وخت را نژدې شو. کرېس د نورو ورځو غوندې  پر ټولو غږ وکړ.

-            هې خلکو زه به مو چمن کې وګورم
ټولو وويل سمه ده، ما هم سر ورته وخوځاوه.

د دفتر مخې ته لوی چمن دی، کله چې لمر وي ټول ورته را وځي. زموږ والا هم يو يو رهي کېده.


ما له څلورم منزله په کړکۍ کې وکتل. چمن بيا ډک وو. ډېر ښه ښکارېده. 
تيار سندوېچ مې را نيوه خو په دې دومره خلکو کې مې دوی نه شوای پيدا کولای. لا ولاړه وم چې کرېس لاس  اوچت کړ. زما نوم يې واخيست.
-          اوو مننه. وبخښئ چې منتظره مې پرېښودئ.
-          هيڅ خبره نه ده.

-          خواږه مو پرې ايښې ، موږ  ويل چې ته راشئ په ګډه به يې وخورو.

-          مننه خو وايي   خواږه خلک چاغوي.

-          که دې يوه ورځ وخوړل نه چاغېږې .
-          موسکۍ شوم.

نورو پر فلم خبرې کولې. چا ويل هغه د کوچيانو ډېر ښايسته شاټ دی. فرانسوۍ  وويل زما په کې هغه کوچۍ ښځې ډېرې خوښې شوې. ډېرې ښکلې دي.


کرېس ور ټوپ کړه:

-          هو تاجکانې دي. کاشکې مو چې د پښتنو مېرمنو ځينې شاټونه درلودای.

ايټالوي داسې لکه د ده په لږو معلوماتو چې ملنډې وهي وويل: 
-          کرېس هغه ښکلې کوچيانې مېرمنې پښتنې دي.

-          نه! پښتانه طالبان دي او طالبان خپلې مېرمنې لوڅ مخ نه پرېږدي.

عراقي په قه قه وخندل.

 -     له ثنا پوښتنه وکړئ؟
-          ته په قوم څه يې؟

-          ساپۍ يم
-          مانا؟

-          مانا پښتنه يم

-          او کم ان!!! مانا دا څه وايې .
-          ټولو څو شېبې عجيبه را ته کتل.

کرېس سکوت مات کړ
-          ته به نو دلته زېږېدلې يې؟

-          نه دوه نيم کاله مې کيږي چې دلته راغلې يم، تر هغه مخته ټول عمر په افغانستان کې وم.


ډوډۍ خلاصه وه. ټول روان شو. په دفتر کې هر چا خپل کار کاوه.  مازيګر د تلو وخت و.

کرېس زما مېز ته راغی.

-          لطفا ما درسره په فس بوک کې اډ که. غوښتنه مې در ليږلې.

-          سمه ده.
له نورو سره مې هم خدای په اماني وکړه.


له دفتره را ووتم.

موبايل مې ولرزېده. ايس ايم ايس (SMS) پيغام و.

-          ما ويل چې ته نه د هندوانو څېره او رنګ لرې نه د پاکستانيآنو اونه هم د ايرانيانو. ډېری افغانان د دغو درو ډلو خلکو په شان دي. سرې غوږۍ ښه در سره ايسي.

شمېره مې ونه پېژندله. ځواب مې ورنه کړ. څو شېبې وروسته بل پيغام راغى، ليکلي يې و:
-          دا زه يم،  کرېس، شمېره دې په سي وي (CV) کې وه .

مننه مې ورته وليکل. نور به مې نو څه ليکلاى. د ځمکې لاندې اورگاډي ته لاړم. هلته موبايل کار نه کوي. يو ساعت وروسته چې له تمځايه د کور خواته رهي شوم، که گورم دوه پيغامونه سر په سر راغلل، دواړه د کريس و.

 په يوه کې يې ليکلي و:
-          په بريټيش موزيم کې د افغانستان اثار نندارې ته وړاندې شوي زه يوازې يم راسره لاړ شه او پرې ومې پوهوه.
په بل کې يې ليکلي و:
-          ځواب ته دې په تمه يم .

ځان مې غلى ونيوه، ماخوستن مې فېسبوک وليد. کرېس د ايس ايم ايس (SMS) خبرې په فېسبوک کې هم راته ليکلې وې. ځواب مې ورکړ:

-          ما هغه اثار ليدلي دي .

سم لاسي يې ځواب راغى:
-          ما نه دې ليدلي او ته خو پوهېږې چې د افغانستان په باب مې معلومات صفر دي نو راسره ملگرې شه چې پوى شم .

ځواب مې ورکړ:
-          خپله ورشه، ورسره ليکلي لارښوونې شته پرې پوى به شي .

-         د لندن بل موزيم ته به لاړ شو
-          ما ټول موزيمونه ليدلي دي 
-          ټول دې ليدلي، دا څرنگه ممکنه ده؟

-          موږ افغانان بې صبره يوو هر څه ژر ژر کوو .

-          د چارلز ډېکنز موزيم ته به دې بوځم، هغه زموږ تر ټولو لوى ليکوال دى .

-          ما يې ناولونه نه دي لوستي نو ډېره علاقه نه ورسره لرم .
-          خو چې ورشې او زه يې درته تشريح کړم خپله به دې مينه ورسره پيدا شي .

-          زړه مې نه غواړي .

ناوخته و. کمپيوټر مې بند کړ. سهار مې کار نه درلود. تر ډېرو ويده وم. د موبايل د پيغام په غږ راوېښه شوم . کرېس و، ويل يې:
-          د فېسبوک پيغام دې ځواب نه کړ .
لپ ټاپ مې د کټ سر ته پروت و. روښانه مې کړ. فېسبوک ته لاړم. کرېس ليکلي و:

-          دا پښتنې ډېرې سخت زړې دي، يوه نه مني خو زه هم انگريز يم. موسيقي خو به دې خوښه وي که نه .

غصه راغله. ورته ومې ليکل:
-          هو موسيقي مې خوښه ده، له خپل افغان خاوند سره  کانسرتونو ته ځم .

کرېس ښه په ځنډ ځواب راکړ:
-          ودونه ماتيږي هم .
ورته ومې ليکل:
-          ستا نوم کرېس دى، ډيورند نه دى چې کورونه به ورانوې .

شکايت

د ماښام اته نيمې بجې وې. د ټولگي وخت مو خلاص شو. کرۍ ورځ په کار کې يم، ماښام چې ټولگي ته راځم ستړې يم، چې رخصتېږو نه پوهېږم له کومه بيا انرژي پيدا کړم. خوشاله شم. په دې کورس پيسې ورکوم نو دا هم نه شم کولى چې ورنه شم. د ټولگي په تمامېدو ټولې نجونې ښځينه تشناب ته ځو. ګومان نه کوم چې د ټولو به ضرورت وي. غيبت يا په هنداره کې د ځان سمولو لپاره ورځو. د اورگاډي تر تمځايه زموږ د ټولو لاره يوه ده. که د يوې کار وي نورې ورته ستنېږي.

 ملګرتيا ده نو. نن په تشناب کې چا په ټيلي فون مسجونه لېږل او له ځانه سره  يې خندل، چا په هنداره کې وېښتان جوړل، چا هم سينګار کاوه او چا عطرونه شيندل. په موږ کې يوه سمنتا نومېږي. موږ پرې د برتانيا د لومړي وزير د مېرمنې نوم اېښی دى.  سم کم  ( سمنتا کېمرون) يې بولو. سم کم  نو پوره انګليسه ده.

دا نورې زما په شان د نړۍ له ها خوا دې خوا راغلي دي. ټولگي کې مو د هر ځای خلک پيدا کيږي. معلم مو په خټه کردی دی. ځان کردستانی بولي. ژوند يې ډېر په جرمني کې تېر کړى دى. انگليسي چې وايي داسې په غوږ درځي لکه جرمني چې وايي.  ډېر کله هيڅ نه پوهيږو چې څه وايي. سم کم  د هغه غيبت شروع کړ ويل يې :
-          هسې مو پيسې ضايع شوې، بايد ادارې ته يې شکايت وکړو .
د کرووېشيا وېکتوريا په زړه سوي وويل :
-          کار به له لاسه ورکړي. ګناه لري.
سم کم برگه شوه :
-          د ګناه له خاطره خو خپل پيسې په سيند نه شو لاهو کولى  چې نه يې شي کولای بايد موږ شکايت وکړو. دا خو انصاف نه دی چې د ده د کار له غمه موږ هر څه پر ځان تېر کړو. مروجه ژبه خو يې بايد سمه زده وي .
ايتاليايۍ  فدريکا  په خوله کې ور ولوېده:
-          هی نجونو زه نن ډېت لرم، څنګه ښکارم.

له ډېت نه يې مطلب دا و چې له کوم هلک سره يې د ليدو ژمنه کړې. د ټولو ور پام شول. دې ته يې وکتل   .  په يوه وار ور غږ شول. هووووو.
 فدريکا  په خندا وويل :

-          په انټرنېت کې مې پيدا کړی.
 د کومې ويبپاڼې نوم يې واخيست ويل يې  ځان يې ور سره  را جستر کړى او تر اوسه ۲۰ ايميله ورغلي.
چا وپوښتله:
-          له څو سره غواړې وګورې؟
-          درې راته سم ښکاره شول. وختونه مې ورسره ايښي دي. په را روانو څو ورځو کې به درې واړه وګورم. له يوه سره نن ګورم.

لېبيايۍ صدف ورته وويل.
-          څومره وخت کيږي چې مجرده يې؟
-          دا شپږ مياشتې کيږي!!!
پر شپږو يې دومره فشار راوړ لکه شپږ کاله چې تېر شوي وي. فدريکا د خپلو خبرو په بشپړولو داسې راښکاره شوه لکه چې  خپل حالت خوند ورکړى دى. په مخ يې نور پوډر وتپل. نجونې په خپلو کارونو اخته شوې . سم کم وويل :
-          زه ادارې ته لاړم .
سم کم د چا ځواب ته ونه درېده . له تشنابه چټکه ووته. فدريکا په سينگار بوخته پاتې شوه. ويکتوريا ماته وکتل. ما صدف ته مخ ور واړاوه. هغې پر موبايل چاته پيغام ليکه. زه له تشنابه ووتلم. ويکتوريا راپسې راغله، راته ويې ويل:
-          دا ظلم دى، استاد په ژبه پوهيږي لهجه لري، د لهجې په گناه يې ولې له کاره پرې باسي؟
-          له سم کم سره څه کولى شو .
صدف هم را ووته. په سترگو کې يې اوښکې وې. زه او وېکتوريا ور مخته شو چې پوښتنه يې وکړو. هغه چابکه چابکه رهي شوه. فدريکا پسې را ووته، ويې ويل :
-          له لېبيا پيغام ورته راغلى، لکه چې په بمبارۍ کې يې څوک خوږ شوي دي .
يوه شېبه درې سره ځاى پر ځاى ودرېدو. نه پوهېدو څه ووايو. صدف مو له سترگو پناه شوه .فدريکا بېرته تشناب ته ننوته، سينگار يې لا پاتې و. سم کم راغله، ويې ويل :
-          د استاد شکايت مې وکړ
موږ څه ونه ويل. درې سره د اورگاډي تمځاي ته رهي شو. وېکتوريا په لاره وپوښتلم :
-          ستاسو د وطن څه حال دى ؟
-          تيلي فون مې بند کړى، نه غواړم پيغام واورم .
وېکتوريا موسکه شوه. په سترگو کې يې خواخوږي وه. سم کم راته وويل :
-          که خلک دې په پيغامونو په عذابوي شکايت وکړه .
ويکتوريا او ما وخندل. چې کور ته ورسېدم، ستړې وم. تلوېزيون مې روښانه کړ. لومړي وزير پر لېبيا د بمبارۍ خبرې کولې. بل خبر د ايټاليا د صدر اعظم پر جنسي اړيکو و. تلوېزيون مې بند کړ. زړه نا زړه مې خپل موبايل روښانه کړ .

د مارچ ٢٦،۲۰۱۲ کال

دوستي

د دوبي شپې  ورځې وې. تاکونه ګڼ را رسېدلي و. مازيګر و. زه په غوجل کې وم. ادې ته مې په ستل کې اوبه وړې وې. غوا لوشلو ته يې په کار وې. غټ لالا د حجرې له وره  سر  رايستلی و . په زوره يې را نارې کړې:

-         پاتو! هې پاتوګۍ! ماښام  حجره تېاره که، مېلمانه راځي.
-         ښه لالا
زما ځواب يې لا پوره نه و اورېدلی چې په ورېندار يې تر هغه هم په  لوړ غږ امر وکړ.

او تا ته وايم، د مېلمنو ډوډۍ هم بايد سمه وي. چرګ حلال که!
د ادې د غوا لوشلو اواز و پو نه شوم چې ورېندار څه ورته وويل. نو څه به يې ويلي وي. هماغه همېشنی ځواب به يې ورکړی وي. دا دی دستي به يې وکړم.”

ادې د غوا لوشل خلاص کړل خو له ځانه سره بنګېده.
زما د شيدو ستل ته پام شو، نيم و، پوه شوم چې ادې ولې له ځانه سره خبرې کولې.
غوا کمې شيدې کړې وې.
نو خود به يې کولې سهار او ماښام لوشل کېده.
زما له وسه هسې هم څه نه و پوره. اوپاش مې واخيست، حجرې ته لاړم. غټ لالا لا په حجره کې و.

  څه  يې  پاکول. ټکه ټوکه يې ختل. ټکا يې په غوږو ښه نه لګېده. ری مې  پرې ونه واهه.
د حجرې سوپه مې اوپاشي کړه. هوا ډېره ښه لګېده. له اوپاشي  وروسته د خاورې بوې را پورته شو. د خاورې بوی مې خوښ و.

-         حجره پاکه شوه. کټونه مې خواره کړل. د اودسونو اوبه مې هم تيارې کړې. چې کتل مې غټ لالا را ننوت.
-         هر څه سم دي؟
-         هو لالا
-         تکيې ټولې پوره دي؟
-         هو لالا
-         کومه دې چې هر څه سم دي؟ چلم کومه دی؟

زړه مې ټوپ کړل. بېرته مې ژر وويل، تازه کولو ته مې کور ته يووړ
-         ښه اوس لاړه شه!!!!
په زړه کې مې  وويل، نن لکه چې د کلي د چلميانو وار دی.
کورته راغلم. وريندار د  ادې هغه غټ سپين چرګ حلال کړی و. له نغرو سره په لګن کې پروت و.

زما په ليدو يې را غږ کړل:
-         چرګ لا نه دی سپين شوی.
پوه شوم چې ماته وايي بڼکې ترې لېرې کړم. ادې او خور بي (بي بي) په تناره کې ډوډۍ پورې کولې. زه هم ورغلم. له نغرو سره مې په چرګ پاکولو پيل وکړه.

د چرګ بڼکې په وچه نه وتې. په پټه مې د نغري پر سر له تور غټ چای جوش نه  ايشدلې اوبه پرې تويې کړې. له ادې ورېدم. هغه تل د چرګ نه په وچه بڼکې باسي. نه پوهېږم وايي که اوبه پرې واچول شي مکرو کيږي.

ورېندار ژر ژر د ديګ مساله تياروله. ادې درې تنوره ډوډی پخه کړې وه.اوس يې د چای لپاره چای جوشونه تناره ته کښته کول. ما هم د چرګ وروستۍ بڼکې لېرې کړې. نور ورېندار پوهېده او کار يې.

زه حيرانه وم چې څوک به راځي. بيا مې  ويل څه ماغزه خرابوې. بيا به د کلي د مشرانو جرګه  د کومې خبرې فيصله کوي.
-         نو د دې خبرې يې له ما سره څه؟
-         . زړه مې بدې ګواهانې ولې ورکولې؟

 يا به شايد ما په زړه تر بل هر چا ډېر باور کاوه. څه چې به په کې وګرځېدل، ما به ډېر سوچ پرې کاوه. څنګه به  مې نه کولای يوازېنی ملګری مې و. تل يې رښتيا ويلي و. تر اوسه يې هيڅ خبره غلطه نه وه را ختلې.

ماخوستن ا‌ذانونه شوي وه. ورېندار د شړومبو په ژورو کاسو کې ډوډۍ ميده کړه. ادې له پټو نه را وړې ګندنه او تره تېزک پاکول. ما خپله هميشنۍ وظيفه کوله. د اوبو لپاره د منګيانو او جامونو تيارول. دادا خو د منګي له يخو اوبو نه بل څه نه څښل.

 رښتيا دادا،  مې ټوله ورځ نه و ليدلی. اوس مې نوره هم د مېلمنو په اړه د زړه تلوسه ډېره شوه. سودا را سره وه چې د مېلمنو به څنګه پته لګوم. ما په همدې سوچ کاوه. چې غږ مې واورېد:
-         شکر دی خدايه چې هر څه په وخت وشو.
 ورېندار وه، څنګ ته مې کښېناسته. پښې يې وغځولې، تکيه يې ووهله. ما ته دا ښه موقع ښکاره شوه. ورو ترې پاڅېدم. د حجرې خواته روانه شوم. په نغري کې بل اور لږه رڼا کړې وه. شايد ورېندار د چای په خاطر چای جوش اېښی وه. د حجرې او کور تر منځ د توتو ونې ته ورسېدم. نه پوهېدم څه وکړم. د غټ لالا  له وهلو نه د پټېدو ځای را ياد شو. د توتو ونه ښيم. د چر مښکۍ په شان ور وختم.

اوس نو هر څه راته معلومېدل. حجره له سړو ډکه وه. بر سر ته مې يې پام شو. شمال خان په سره تکيه ډه ډه وهلې وه. پښو ته يې د غټو سترګو سړی ناست و. ورسره څنګ ته ټوپکې ايښې وې. دادا يې  مخامخ ته پر بل کټ ناست و. چارپېره ترې نور مشران ناست و.

دوستي دوستي څه يې ويل. کومه دوستي. زه چې څومره پوهېدم دوی په يو بل کې مرګونه کړي وه. د  ادې له خولې مې اورېدلي وه. د زړه ټوپونه مې تر غوږو را رسېدل.را ياد شو د شمال خان د زوی له مرګه وروسته هم حجره خالي نه پاته کېده.
-         نو د ده زوی به زموږ کوم چا وژلی وي؟
-         چا؟ غټ لالا؟
-         نو دا دوستي لا کومه پاتې ده؟ دا کومه نوې دوستي ده؟
-         موبارک شه!!
-         شيريني در واخلې!!
ژر مې سوچونه پرېښودل، د کټونو په منځ کې مې سور  دسمال ته پام شو.
-         لاسونه سره پورته کړئ دعا وکړئ.
-         الله دې د دې خير کار په برکت د دواړه کورنيو تر منځ د دوستۍ تار وغځوي.

زه پاس په ونه کې پاتې شوم .

تېښته

په هغه بل دهليز کې مې يوه نوې څېره وليده.له نورو بنديانو ښځو سره ناسته وه. په نکريزو سره، کوت کوت وېښتان يې شاته په غټه چوټي کې چوټي کړي وه. لاسونه يې تر زنې لاندې يو پر بل ايښي وه. په رنګ سپينه وه. په عمر ښايي تر ۱۵ کلونو نه وه اوښتې. نورې بنديانې ترې بر سر ته د حلقې په څېر لمر ته ناستې وې. ما په خپل دهليز کې د موسسې په ماشين کالي ګنډل.
- امرې را سپارلي وو.

د سرو ويښتانو نوې راغلې نجلۍ لا هم هماغسې ناسته وه. ليده مې چې بسو ګۍ ورپاسېده. په ننګرهار کې د څو موټروانانو په وژنې تورنه بسوګۍ يادوم. په زوره يې نوې نجلۍ ټېل وهله. نجلۍ شاته پر ځمکه ولگېده. پاس يې بسوګۍ ته وکتل. بسوګۍ خپلې سترګې پرې را و ايستې. په غصه يې ورته وويل:
-        دا  دې څه د پلار نيکه کور نه دی. څوک به دې وژلي وي چې بند ته يې را وستې يې.

د نجلۍ په غټو سترګو کې اوښکې مرغلرې شوې. را ونه څڅېدې.
خپله لور پلوشه را ياده شوه. کټ مټ هغسې بې ژبې راته ښکاره شوه.
د زړه له درده مې سوړ اسوېلی و ايست. نجلۍ لا هم په ځای ناسته وه. بېرته مې د ماشين ستنه په ټوکر را کښته کړه، څرخ مې يې وڅرخاوه. نجلۍ مې له سترګو نه پنا کېده.

زړه مې پوښتنې را نه کولې.
-        دې ماشومې به څه کړې وي؟
-         ولې يې دلته را وسته؟ دلته خو هغه خلک راځي چې مرګونه يې کړي وي، په لويو جرمنو تورنې وې. لکه بسوګۍ.

يوه بجه کېدونکې وه .څرخ مې ودراوه. د ډوډۍ وخت و. ما خپل لوښی له ځانه سره واخيست. له نورو ښځو سره په کتار کې ودرېدم.  نجلۍ تر ما مخته وه. ټولو ډوډۍ اخيسته  خپلو ځايونو ته تلې.

ما هم په منډه خپل لوښی د زندان د پخلنځي په کړکۍ کې کېښود. نن هم لوبيا او سپينې وريجې وې. زړه کې مې وويل:
-        د دې ډوډی نه خو يې نه خوراک ښه دی.
څه به مو کړي وای. د بسوګۍ خبره د پلار نيکه کور خو مو نه و. زندان و. 
 ما له ځانه سره بحث پرېښود. شاوخوا مې وکتل. نجلۍ هم  لکه چې لار ترې ورکه وه ها خوا دې خوا کتل. رنګ يې ژيړ اوښتی وه. اوله غرمه يې وه . شايد کور ور يادېده يا يې د بسوګۍ له ډاره رنګ بدل شوی و.
ور نارې مې کړې:
-        لورې راځه زه او  ته به يو ځای کښينو.
نجلۍ شاته را وکتل. ګومان کوم زه هم ورته د بسوګۍ په شان خطر ناکه ښکاره شوم. زړه نا زړه يې سر وخوځاوه.

زما دهليز ته ولاړو. پر دې غاړې لمر نه لګېده. د نجلۍ شونډې له يخنۍ بانجاني اوښتې وې. رېږدېدې.

-        تودې وريجي خولې ته واچوه. تودې به شي.
نجلۍ لکه ګونګۍ د سر په اشاره (ښه) وويل.

ما خپل لوښی پاک کړ. دې لا تر اوسه هماغه اوله ګوله په خوله کې خوځوله.

ترې ومې پوښتل:
-        نوم دې څه دی؟
-        فرشته
-        فرشتې لورې ټوله ډوډۍ وخوره چې وږې نه شې. تر ماخوستنه بيا نوره نشته. دا خو زندان دی لورې.
-        ښه
زړه مې غوښتل وپوهيږي دا ماشومه دلته ولې را وستل شوې.
-        لورې دلته څه وخت راغلې؟
-        ماښام.

د نجلۍ له لنډو ځوابونو  پوهېدم چې نه غواړي په هغه څه چې تېر شوي خبرې وکړي. تياره زما پلوشه وه. هغه به چې هم کله خواشينې وه، خبرې به يې يا نه کولې او يا به لږه غږېده.

زړه مې ضد کړی و. غوښتل يې د ځوانې فرشتې په ګناه پوه شي. و مې پوښتل:

-        زويه ولې يې دلته راوستې؟
د نجلۍ له سترګو لکه سېلاب اوښکې را وبهېدې. سترګې يې د زرکې په شان سرې  شوې.

ما په زړه پورې ونيوله. زړه مې نری شو. خپلې اوښکې مې نه شوای ټينګوای. ټينګېدای هم نه. اخر زه هم  ښځه وم. همدومره لور مې درلوده.
سترګې مې يې د خپل څادر په پيڅکه پاکې کړې.
-        بس که لورې ژاړه مه. خدای ته صبر وکه. الله دې مو هغه دنيا را سمه کړي.
-         
فرشتې سړه ساه واخيسته، خپله کيسه يې راته پيل کړه.

-        ۱۲ کلنه وم. پلار يوه سړي ته ورکړم. هغه تر ما ډېر مشر و. له سړي سره مې ناسته پاسته نه وه خوښه. خواښې مې له ځانه سره بيدولم. ويل يې تر پيغلتوب وروسته به دې له خاوند سره يو ځای شې. زما دا هر څه نه و خوښ. له مجبورۍ مې سر ورته خوځاوه. د کور ټول کارونه مې کول.د تناره ډوډۍ مې نه وه زده. څو وارې مې د ډوډۍ سره لاسونه وسوځل. هر کار چې به رانه خراب شو. سړي او خسر به مې پرې وهلم. يو ځل يې له بامه را وغورځولم. لمر ولاړ و چې د ځايونو اوارولو ته ختلې وم. بام ديوالونه هم لرل. هسې مې د کور واک دارانو بانه لټوله. شايد غصه په دې وه چې زه لاتر اوسه نه يم پيغله شوې.

ماته د فرشتې خبره ريښتيا ښکاره شوه. په نجلۍ کې يوازي هډوکي وه. رنگ يې د کورکمنو په شان ژیړ و. يوه څاڅکې وينه په کې نه ليدل کېده.

فرشتې خپل بدن را وښود. پښتورکي يې تک شنه وو. زه يې کيسې ته غوږ وم:
-        کوڅۍ يې را نه په تناره کې وسوځلې. دا وګوره دا وېښتان مې تر دې هم ډېر و. زه نوره له وهلو ټکولو ستړې شوې وم.
-        نو بيا دې څه وکړل؟
نجلۍ غلې شوه. زړه مې ويل  دا ماصومه قتل نه شي کولای.
هه ترې را وتښتېدم...